کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د هند د بهرنیو چارو وزارت، افغانانو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي، دغه هېواد افغانانو ته د بېړنیو (ایمرجنسي) ویزو د ورکړې سیسټم لغوه او پر ځای یې یو نوی سیسټم رامنځته کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیستوال ویلي: «موږ اوس د افغان اتباعو لپاره د وېزې یو نوی ماډل لرو او د ویزې نوی ماډل به د هند او افغانستان د خلکو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړې، د وېزو دغه تازه سیسټم چې د ناروغانو، سوداګرو، زدهکړیالانو او د ملګرو ملتونو د ډیپلوماټ وېزې په ګډون په ځینو نورو برخو کې د وېزو خدمتونه وړاندې کوي، د تېرې اپرېل میاشتې له ۲۹مې فعال شوی دی.
نوموړي ویلي، هند کې هغه مېشت افغانان چې په پخوانیو وېزو راغلي، باید خپلې وېزې نوې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې هندي رسنیو د غبرګولي په څلورمه خبر ورکړی و چې هند د افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر پیل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP