Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې زرګونو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکړل شوی

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا کالیفورنیا ایالت د «خلیج» سیمې زرګونو افغان اوسېدونکو ته د یوه لیک له لارې خبرداری ورکړل شوی چې نور یې له دغه هېواده د وتلو وخت رارسېدلی دی.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې یاد لیک کې یو شمېر افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی چې په اوو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.

په یاد لیک کې راغلي: «وخت یې رارسېدلی چې له متحده ایالتونو ووځئ، کوښښ مه کوئ چې په متحده ایالتونو کې و اوسی؛ فدرال دولت به تاسو پیدا کړي، ژر تر ژره له متحده ایالتونو ووځئ!»

د یادونې ده، د تخلیې او بیا مېشتېدو عملیات د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کډوالو د ایستلو طرحې له پیل وروسته درېدلي دي. د هغه فرمان پر اساس چې ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته صادر کړ، له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د لېږدولو پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره د لا ډېرو څېړنو ترسره کېدو په موخه ځنډېدلی دی.

دغه‌ راز، د ټرمپ دولت څه موده مخکې د ایستلو لړۍ لګښتونو کمولو په موخه اعلان کړی و، هغه ناقانونه کډوالو چې په داوطلبانه توګه له امریکا وځي، د سفر د لګښت په ګډون به مالي مرستې ترلاسه کړي.

د کډوالۍ وکیله سپوږمۍ نصیري چې داسې موکلین لري چې یاد لیک یې ترلاسه کړی، وايي: «د هغو کسانو ترمنځ وېره واقعا ډېره وه چې د کډوالۍ او ګمرک ادارې له لوري د نیول کېدو له ډاره له کوره بهر نه تلل، خوراکي توکي یې نه پلورل، او خپل عادي فعالیتونه یې نه ترسره کول.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.