اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تېره ورځ یې افغان کډوالو ته د پاسپورت ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د کډوالۍ اسنادو پر تمدید او بېاسنادو کډوالو ته د اسنادو پر ورکولو خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ایران او پاکستان کې د ژوند لګښتونو ډېروالي او له لسیزو وروسته د ژوند بیاجوړولو ته لېوالتیا لامل شوي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغانستان کډوالو چارو وزارت مرستیال د ترکیې له سفیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د بېرته را ایستلو او غیرقانوني مسافرت د بدیل موندلو، او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا همغږیکوونکی وایي، د امریکا حکومت د هغې لایحې په اړه د هلو ځلو ملاتړ کوي چې دغه هېواد ته د راغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي.
فرانسې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو لپاره د حیاتي پروګرامونو د ملاتړ په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د درې میلیون یورو مرسته کړې ده.
کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د
د ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال یا اړ کړل شوي چې دغه هېواد پرېږدي او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل شي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وايي، دغه هېواد په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه له پاکستان سره ۶۰ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP