ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په یوه کال کې له ایرانه د څه باندې نیم میلیون افغان کډوالو بېرته راتګ

په یوه کال کې له ایرانه د څه باندې نیم میلیون افغان کډوالو بېرته راتګ

author avatar
20 Mar 2023 - 15:21
په یوه کال کې له ایرانه د څه باندې نیم میلیون افغان کډوالو بېرته راتګ
author avatar
20 Mar 2023 - 15:21

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال یا اړ کړل شوي چې دغه هېواد پرېږدي او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

د راپور مهم ټکي:

  • یوه کال کې ۵۲۷ زره افغان کډوال په جبري او داوطلب ډول خپل هېواد ته راغلي دي.
  • ځیني افغان کډوال شکایت کوي چې ایران کې ورسره ناسم چلند کېږي.
  • «د افغانانو کډوالي د قاچاق‌کوونکو پر سوداګرۍ بدله شوې ده.»
  • شنونکي: هېوادونه حق نه لري چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو خلاف چلند وکړي.
  • شنونکي: اسلامي امارت دې له ایران سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي.
  • له افغانستانه یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ایران ته تللی.
  • ایراني چارواکو مخکې ویلي چې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه اقدام کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.

له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو، په تېره ایران او پاکستان ته د کار لپاره ځي، کله ناکله په دغو هېوادونو کې له ناسم چلند سره مخ کېږي او ډېر هغه یې چې هلته د اوسېدو قانوني سندونه نه لري، له بهرنیو هېوادونو، په تېره له ایرانه په زور را ایستل کېږي، خو بیا هم هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په قانوني او یا سختو قاچاقي لارو ایران او پاکستان ته ځي، څو هلته کار وکړي او یا هم له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه وخت په وخت افغانستان ته د راستانه شوو کډوالو په اړه خبرونه خپروي او ښیي چې تر ټولو ډېر کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.

پژواک خبري اژانس د روان ۱۴۰۱ کال له پیله د روانې کب میاشتې تر ۲۹مې له ایرانه د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو ارقام راټول کړي؛ د دغو ارقامو له مخې، په یو کال کې نږدې ۵۲۷ زره افغانان په جبري او داوطلب ډول خپل هېواد ته راغلي دي.

معلومات ښیي چې د روان کال په وري میاشت کې ۵۵۵۰۵، په غویي کې ۳۰۳۸۸، په غبرګولي کې ۴۶۰۶۵، په چنګاښ کې ۲۸۵۶۵، په زمري کې ۴۴۵۸۵، په وږي کې ۴۳۵۲۱، په تله کې ۲۸۶۲۶، په لړم کې ۷۸۷۷۴، په لېندې کې ۴۷۹۹۴، په مرغومي کې ۳۰۹۷۲، په سلواغه کې ۴۵۱۳۵ او په کب کې ۴۶۴۵۸ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راغلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روان ۱۴۰۱ کال له پیله د تلې تر ۱۶مې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر د داوطلب او جبري راستنېدونکو په تفکیک خپراوه، خو د تلې له ۱۶مې را وروسته په دغه تفکیک سره شمېرې نه خپروي.

دغه معلومات ښیي چې د روان کال له پیله د تلې تر ۱۶مې له څه باندې ۲۶۵ زره افغان کډوالو څه باندې ۱۶۵زره په جبري ډول له ایرانه راایستل شوي او څه باندې ۱۰۹ زره نور په داوطلب ډول خپل هېواد ته راغلي دي.

د پژواک موندنې ښیي چې یاد کسان د ۱۴۰۱ کال په ۲۴۹ بېلابېلو ورځو کې له ایرانه ایستل شوي او یا په خپله خوښه افغانستان ته راغلي دي.

د موندنو له مخې، تر ټولو ډېر کسان د وري په ۱۶مه له ایرانه هېواد ته رارسېدلي چې له دې ډلې څه باندې ۷۸۰۰ کسان په جبري ډول راایستل شوي او څه باندې ۴۸۰۰ نور به خپله خوښه راغلي دي.  

ځیني افغان کډوال شکایت کوي چې بد چلند ورسره شوی دی

روح‌الله هغه افغان کډوال دی چې شاوخوا لس ورځې مخکې په جبري توګه له ایرانه را ایستل شوی دی.

هغه – چې د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی دی ـ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي تحول وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړ خو له ایرانه راوشړل شو.

هغه وویل: «ایران کې له کور څخه کار ته روان وم چې پولیسو ونیولم، موبایل هم راسره نه و، د کار کالي مې ځان کې وو، پولیسو ته مې وویل چې کورنۍ مې هم همدلته ده، زه یوازې افغانستان ته نه شم تلی؛ ځکه چې کورنۍ مې سرپرست نه لري، خو هر څه عذرونه مې چې وکړل راسره یې ونه منله، بیا یې دوه شپې راباندې پاسګاه کې تېرې کړې او بیا یې د افغانستان خاورې ته وګرځولم.»

هغه وایي، افغانستان ته له راتلو وروسته یې خپلې کورنۍ ته احوال ورکړ چې دی د ایران پولیسو نیولی و او اوس په افغانستان کې دی.

نوموړي زیاته کړه: «ایراني پولیس له افغانانو سره ډېر بد چلند کوي؛ هيڅ دې خبره نه اوري، ځيني د کار په کالیو کې ګیر شي، ځيني په بازار کې ونیول شي، د ځینو پیسې له صاحب کار سره پاتې شي او همداسې یې افغانستان ته راواړوي.»

روح‌الله چې د پروان په مرکز چاریکار کې په خپل پلرني ټاټوبي کې دی، وایي، اړ دی چې بېرته ایران ته ولاړ شي؛ ځکه چې کورنۍ یې هلته ده.

یو بل افغان کډوال منصور هم وایي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له ایرانه په جبري ډول افغانستان ته را ګرځول شوی دی.

هغه وایي، نږدې یو کال یې په ایران کې مزدوري وکړه او غوښتل یې چې ترکیې ته ولاړ شي خو د ایران پولیسو د ترکیې او ایران پر پوله ونیو.

دی زیاتوي: «ډلې، ډلې افغانان ترکیې ته روان دي، ټول قاچاقبران افغانانو ته دروغ وايي او ورته وایي چې په اسانه لارو یې ترکیې ته رسوي، کله به یې موټر کې واچولو او کله به یې پیاده روان کړي وو، خو درې شپې راباندې تېرې شوې چې د ترکیې پولې ته ورسېدو او هلته ایراني پولیسو ونیوم؛ یوه اونۍ ورسره بندې وم، بیا یې نورو پولیسو ته ورکړم او هغوی افغانستان ته راواړوم.»

دی وایي: «افغانان سختې قاچاقي لارې د بېکارۍ ستونزې له امله زغمي؛ که په هېواد کې دننه خلکو ته د کار زمینه برابره وي او د ژوند چارې یې پرې روانې وي نو هیڅکله به څوک کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي.»

دی وایي چې د افغانانو کډوالي د قاچاق کوونکو پر سوداګرۍ بدله شوې ده.

هغه د افغانستان او ایران له حکومتونو وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي خبرې وکړي.

دی د ایران له حکومته غواړي چې افغانان دې په جبري ډول له ایرانه نه باسي؛ ځکه چې هغوی د سختو اقتصادي ستونزو له امله دغه هېواد ته د کار لپاره ورځي او یا هم له دې لارې نورو هېوادونو ته ځي.

هېوادونه حق نه لري چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو خلاف چلند وکړي

د نړۍوالو چارو پوه زاهد امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانانو د کډوالۍ لاملونه اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او د هوسا ژوند لپاره هڅې دي او د همدې لپاره د کډوالۍ سختۍ ګالي.

د هغه په وینا، د حکومتونو مسوولیت دی چې د خلکو لپاره کار پیدا کړي او د رعیت ستونزې یې ورحل کړي، کار د کار اهل ته وسپاري او ټولو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي څو د کډوالۍ ستونزې حل شي.

امرخېل وایي، د کډوالۍ نړۍوالو قوانینو له مخې، هر څوک حق لري چې یوه بل هېواد ته کډوال شي او ایران یا بل کوم هېواد د همدغو قوانینو له مخې حق نه لري چې له کډوالو سره غیرانساني چلند وکړي.

هغه وایي، کله چې یو څوک بل هېواد ته د کډوالۍ حق لري، بیا د دې حق هم لري چې په هغه هېواد کې یې ټولو بشري حقونو ته درناوی وشي.

دی وایي، ایران دې هم دغو حقونو ته ژمن پاتې شي او له افغان کډوالو سره دې بد چلند نه کوي او له خپل هېواده یې دې بېرته نه وباسي.

دی وایي، اسلامي امارت هم باید د ایران له حکومت سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي او هلته افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې ده، په ایران کې د افغانستان سفارت د روانې کب میاشتې په ۷مه اسلامي امارت ته وسپارل شو او د کب په ۲۳مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو موضوع مو په کابل کې د ایران له سفارت سره شریکه کړه خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی. د راپورونو له مخې، د روان کال د زمري په ۲۰مه په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو به له اړوندو ادارو سره د حل په پار ناستې وکړي.

Visits: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.