Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا همغږیکوونکی وایي، د امریکا حکومت د هغې لایحې په اړه د هلو ځلو ملاتړ کوي چې دغه هېواد ته د راغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي.
فرانسې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو لپاره د حیاتي پروګرامونو د ملاتړ په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د درې میلیون یورو مرسته کړې ده.
کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د
د ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال یا اړ کړل شوي چې دغه هېواد پرېږدي او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل شي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وايي، دغه هېواد په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه له پاکستان سره ۶۰ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، په درېېو میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۰۰۰ افغان بندیانو ۵۰۰ یې خوشي شوي او پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې تر درېیو اونیو به د افغان کډوالو نیول کېدو برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمن کړی، له دغه هېواده غواړي چې افغان کډوالو ته د ویزې مقررات چمتو کړي تر څو زدهکړو، کار او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی ولري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وایي، په ایران کې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې به په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو او په داوطلبانه ډول هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه بحث او هوکړه وشي.
کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند غندلی او
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP