د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دغه وزارت هوډ لري چې افغانستان د کرنې له پلوه پر ځان بسیاینې او غذایي مصوونیت ته ورسوي.
د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي، له سیاسي تحول وروسته د نړۍوالو اقتصادي بندیزونو له امله افغانستان له اقتصادي پلوه تر بل هر وخت ډېر له ستونزو سره مخ شو خو اوس دغه وضعیت ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن