Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له المان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې ۱۳۰۰ افغان کډوال له المان څخه ایستل شوي دي.
د المان د سولې کلي خیریه بنسټ یوه مسوول له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ماشومان د سختې سوځېدنې او د هډوکو عفونت درملنې لپاره ۴۰ زره یورو نغده مرسته وکړه او د خپلو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تر درېیو راتلونکو ورځو پورې په سخت سوځېدلي او د هډوکو پر ناروغیو اخته ۸۹ ماشومان د درملنې په موخه المان ته لېږدول کېږي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن (پنجشنبه) المان ته سفر کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د المان د ۱۱،۲ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د المان د سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند نیلز شمید په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پرانیستو او افغانستان ته د الماني ډیپلوماټانو لېږلو غوښتنه کړې ده.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له المانه غوښتي چې افغان کډوال په جبري ډول را ونه باسي خو که څوک په خپله خوښه افغانستان ته راځي، هرکلی او ملاتړ یې کوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې اداره (نی) د المان له حکومته غواړي چې د افغان ژورنالیست او لیکوال محمد داوود سیاووش د مړینې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.
. . .
د المان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د افغانانو منلو او لېږدولو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP