Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د المان په هامبورگ کې د چاقو برید؛ ۱۷ کسان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د رسنیو د راپور له مخې، د المان د هامبورګ رېل‌ګادي په یوه تمځای کې یوه کس د چاقو په ګوزارونو ۱۷ کسان ټپیان کړي او د دغه برید په تور یوه ۳۹ کلنه ښځه نیول شوې ده.

د المان دویچه‌وله  راپور ورکړی چې یاد برید د جمعې ورځ پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې شوی او تورنې ښځې د پېښې په ځای کې په بې‌هدفه توګه ځان ته پر نږدې کسانو برید کړی دی.

د هامبورګ ښار پولیسو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یادې پېښې په تور یې یوه ۳۹ کلنه ښځه نیولې ده.

د هامبورګ پولیسو د یادې پېښې د ټپیانو شمېر ۱۷ ښودلی خو یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د ټپیانو شمېر ۱۸ دی.

تر اوسه د یاد برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي خو پولیس وایي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د وسلو د لېږد د ممنوعیت قانون د هامبورګ او رېل‌ګاډي مرکزي تمځای ته د وسلو پر وړو بندیز لګېدلی او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په نیمایي کې ایالتي مجلس په عامه ترانسپورټ کې د چاقو پر لېږد بندیز هم تصویب کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هامبورګ مرکزي رېل‌ګاډي تمځای چې د ورځې پرې څه باندې ۵۵۰ زره مسافر تګ راتګ کوي، د المان یو له ډېرو ګڼې‌ګوڼې ډک تمځای ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.