Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له ایرانه ځيني را ایستل شوي افغان کډوال چې د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي، د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلنده شکایت کوي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې ۱۱۱ افغان کډوال نیولي دي.
د راپورنو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په چناققلعه ولایت کې ۳۷ افغان کډوال نیولي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو پروسه پیل شوې خو لا هم امنیتي ځواکونه په ښار کې په شخصي جامو کې ګرځي.
ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې عملیات کړي او لږ تر لږه د دوو داعشیانو وژل کېدو ادعا کوي، خو د حکومت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ ځانمرګی برید شوی چې يو ملکي کس او درې امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې امنیتي ځواکونو ته دې ځانګړی یونیفورم ووېشي څو خلک يې په اسانۍ سره وپېژني.
د فاریاب امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال، یو کس د امنیتي ځواکونو په خطایي ډز کې وژل شوی؛ خو د دغه قتل عامل نیول شوی او تر څارنې لاندې دی.
يوه مرستندوی بنسټ په کابل ښار کې د مخکني او اوسني حکومت د قربانیانو لسګونو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې د وېش پر مهال وویل، دغه پروسه پنځو نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP