Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترکیې په «ګرند کارتال» هوټل کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، تېره شپه الینګار ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله دوې ماشومانې مړې شوې دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت د مرکز جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې د اورلګېدنې ۶۳ پېښې شوې دي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د کلیفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د اورلکېدنې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او څه باندې ۱۲ زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام د هانو ښار په یوه کافه کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د کابل پغمان کې د تېرې شنبې ورځې اورلګېدنه کې درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي او ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د کېنیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په نیري ښار کې یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار اور وژنې او اطفایې مديريت مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته په کې شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
هرات کې ځايي مسوولین د دغه ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې لامل تخنیکي ستونزه ګڼي او وايي، د دې پېښې له امله سوداګرو او موټرلرونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ مربوطاتو کې د تېلو یوه پمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې درې میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ د وېش بازار په مارکېټونو کې د تېرې ورځې اورلګېدنې هټۍوالو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP