Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پغمان کې د اورلګېدنې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو وروستی راپور

پغمان کې د اورلګېدنې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو وروستی راپور

author avatar
6 Nov 2024 - 12:21
پغمان کې د اورلګېدنې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو وروستی راپور
ارشیف
author avatar
6 Nov 2024 - 12:21

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د کابل پغمان کې د تېرې شنبې ورځې اورلګېدنه کې درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي او ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې اماده‌ګۍ ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د سروې او ارزونې ګډو ټيمونو د راپور پر بنسټ، د کابل پغمان ولسوالۍ په قلعهٔ حیدر سیمه کې د ګاز یو شرکت د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي دي.

سرچينه لیکي، دغه راز په دې اورلګېدنه کې ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ادارې مشرتابه د پېښې له قربانیانو سره غمرازې ترڅنګ ویلي چې د زیانمنو شوو کسانو لپاره د مرستو رسولو هڅې روانې دي.

دغه راز، سرچینې زیاته کړه چې په دې اړه یو غونډه کې په سوداګریزو مرکزونو او د تېلو او کازو پمپ سټېشنونو کې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره د سخت تدابیر نیول کېدو په اړه خبرې شوې دي او پرېکړه شوې چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره ژر تر ژر اقدامات وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.