Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
چین کې د ډبرو سکرو د یوه شرکت په اداري ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت غازياباد ولسوالۍ د چهارتراش لرګیو یوه سرای کې اورلګېدنې خلکو ته شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وایي چې پرون ماښام د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ یوه ښوونځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې او هلته شته اسناد او وسایل سوځېدلي دي.
د کندهار ښار شورندام صنعتي ښارګوټي کې نن سهار وختي د تازه مېوو لپاره د جالۍ جوړولو په یوه فابریکه کې اور لګېدلی، خو د مالي زیانونو په اړه يې کره معلومات نه دي په ډاګه شوي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتې حوزې مربوطاتو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د برېښنایي وسایلو يو مارکېټ کې اورلګېدنې مالي زيان اړولى دى.
د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې د اورلګېدنې پېښه کې شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د لرګيو په ټالونو کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
کندهار کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت صنعتي پارک اړوند د انځرو په سرای کې تېره ورځ اورلګېدلی چې له امله یې پنځوس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کاپیسا ځایي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت د ګلبهار نساجي فابریکې اړوند دوې ودانۍ د برېښنا د شارتۍ له امله سوځېدلي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د تیلو په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا اته میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله يې يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن