Language

غزني کې د کوچیانو یوې کېږدۍ کې اورلګېدنې د یوې ماشومې ژوند اخیستی

غزني (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالي کې د کوچیانو یوې کېږدۍ کې د اورلګېدنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې ده.

د غزني د والي ویاند مولوي صدیق‌الله سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته د غزني د ده‌یک ولسوالۍ رامک کلي ته څېرمه د يوه کوچي امان‌الله کېږدۍ اور اخیستی و چې د مالي زیان ترڅنګ په‌کې یوه درې کلنه نجلۍ مړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په اورلګېدنه کې د امان‌الله د کور وسایل، نغدې پیسې او یوه تومانچه هم سوځېدلي دي.

د نوموړي په خبره، زیانمن کس بې‌وزلی دی او هیله یې وښوده څو ځایي مسوولین مرسته ورسره وکړي.