Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست د اطفایې مدیریت تېر کال د اورلګېدنو پېښو کې د ۵۰۰ میلیون افغانیو مالي زیان مخنیوی کړی

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۴): د خوست ولایت د اطفايې مدیریت مسوولین وایي، سره له دې چې د امکاناتو له جدي کمښت سره مخ دي خو بیا یې هم په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د اورلګېدنو پېښې پر وخت مهار کړې او د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو مالي زیان مخنیوی یې کړی دی.

د خوست د اطفايې مديريت مدير حيات خان دلدار پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې په ټول خوست کې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له کبله ۴۳ د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې چې څلور میلیونه افغانۍ مالي زيان یې اړولی دی.

هغه وایي، سره له دې چې د دوی اقدامات چټک وو خو بیا هم په یادو پېښو کې لږ تر لږه لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «د خپلو محدودو امکاناتو په مټ مو د اور لګېدنې يادو پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې او د کابو ۵۰۰ ميليون افغانيو مالي زيان مخه مو نيولې.»

د خوست د اطفایې مدیریت مسؤولین وایي چې دا مهال د خوست مرکزي مدیریت، غلام خان بندر او یوازې باک او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د اطفایي امریت تشکيل لري.

د دغه مدیریت د پرسونل مسؤول لومړي څارن زبیدالله زغم پژواک ته وویل چې په ځینو سیمو کې کافي امکاناتو ته اړتیا شته څو وکولای شي د اورلګېدنې پېښو ته پر وخت ورسېږي.

هغه وايي: «لکه په خوست ښار کې تاسو ته خپله معلومه ده چې ډېرې لوړپوړيزې ودانۍ موجودې دي، نو کله چې په هغې کې د اور پېښه رامنځته کېږي نو د هغې لپاره يو اطفايوي لېفټ په کار دی چې موږ يې اوس نه لرو.»

په همدې حال کې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي که عام خلک د اور لګیدنې د پېښو د مخنيوي په اړه عامه پوهاوی ترلاسه کړي او همدا ډول لومړني اقدامات په نظر کې ونيسي، ښايي تر ډېره د اور لګېدنې پېښو مخه ونيول شي.

د خوست يو اوسېدونکي سيدولي وويل: «خلکو ته په کار ده چې په کورونو، دوکانونو او مارکېټونو کې د اور وژنې ګاز ولري، ځکه اور د پېښې په لومړیو شیبو کې کنټرولېدلی شي. همداراز، خلک باید موټرونه د سړک پر غاړه ونه‌ دروي، ځکه دا کار د اطفایې پر فعالیتونو خنډ جوړوي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.