منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هند کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی 

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۹ کتنې
Kolkata: Firefighters evacuate people after a fire broke out at a hotel, at Mechua in Kolkata, Tuesday, April 29, 2025. (PTI Photo)(PTI04_29_2025_000501A)
Kolkata: Firefighters evacuate people after a fire broke out at a hotel, at Mechua in Kolkata, Tuesday, April 29, 2025. (PTI Photo)(PTI04_29_2025_000501A)

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۴): د هندي رسنيو د راپور له مخې، د هند د کلکتې ښار په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د انډین اکسپرېس د راپور له مخې، دا اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د «ریتوراج» په نوم یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او یو شمېر نور ژغورل شوي دي.

د اورلګېدنې اصلي علت تر اوسه نه دی څرګند.