Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د هلمند د ګرمسېر، خانشین، بهرامچې او دېشو ولسوالیو یو شمېر خلک وايي چې د لارو خرابوالي له امله د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې یادې لارې جوړې کړي.
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیته شکایت کوي خو مسوولین وایي، په غزني ښار کې ۱۲ نوې مخابراتي پایې نصب شوې او ډېر ژر به انټرنېټي ستونزې حل شي.
د نورستان د شپږو ولسواليو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته مستقیمې مواصلاتي لارې نه لري چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د تخار د دشتقلعې ولسوالۍ د اورتهظلم سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د «طوره خان» منځني ښوونځي زدهکوونکي پرته له سرپناه په ازاده فضا کې زدهکړې کوي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو پرېکړه کړې څو دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.
د پکتیکا د زېړوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ټولې ولسوالۍ په کچه په روغتيايي مرکزونو کې د جراحي عملیاتو او ځينو نورو ناروغیو د درملنې امکانات نشته.
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د کارېزونو او چينو اوبو کمېدو له امله لږ تر لږه د دوهنيم زره جريب کرنيزې ځمکې فصلونه وچ شوي او ځیني نور د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې چې ټولو څه باندي ۸۲ زره کسانو لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسسو ته لار پیدا کړې ده.
د ترمه بایي سیمې او د تالقان ښار یو شمېر کلي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، د پاکو اوبو نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن