ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د هوایي ‌ډګر جوړېدو غوښتنه کوي

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د هوایي ‌ډګر جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
9 Apr 2024 - 16:31
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د هوایي ‌ډګر جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
9 Apr 2024 - 16:31

نیلي (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت پر مواصلاتي لارو تګ راتګ ستونزمن دی او اړتیا ده څو د مسافر وړونکو الوتکو لپاره د هوایي ډګر په جوړېدو سره هوایي مسیرونه برابر شي.

دوی وایي چې د دایکنډي اوسني هوايي ډګر کې یوازې کوچنۍ نظامي او د موسسو الوتکې الوتنې کوي؛ خو مسافر نه لېږدوي.

د دایکنډي یوه قومي مشر امین ولایتي پژواک ته وویل چې بېړنیو او عاجلو وختونو کې د ځمکې له لارې کابل او نورو ولایتونو ته سفر ډېر ستونزمن دی.

هغه وویل چې د مسافروړونکو الوتکو لپاره د هوایي ډګر شتون د خلکو یوه له مهمو اړتیاوو څخه ده څو په بېړنیو وختونو کې خلک له هوایي مسیر هم تګ راتګ وکولای شي.

هغه زیاته کړه: «د موسسو او نظامي الوتکې ځیني وخت پروازونه کوي؛ مسافر نه بیایي یوازې چارواکي او د بهرنیو موسسو کارمندان لېږدوي، که خلک څومره عاجل ناروغان هم لري او الوتکه پرواز ته چمتو هم وي خو بیا هم مسافر نه بیایي.»

نوموړي وویل چې هوایي ډګر د خلکو لپاره ډېر اړین دی؛ ځکه چې په ژمي کې ډېری وخت کابل ته د تګ راتګ لارې بندیږي او بېړنیو وختونو کې د خلکو د ژغورنې یوازېنۍ لار الوتنه ده.

نوموړی له حکومته غواړي چې دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او دایکنډي خلکو لپاره دې د هوایي ډګر جوړول په لومړیتوبونو کې ونیسي.

د دایکنډي یوه بل اوسېدونکي دین‌محمد پژواک ته وویل چې دایکنډي کې یو معیاري هوایي ډګر د دغه ولایت د خلکو یوه اساسي اړتیا ده؛ ځکه دایکنډي یو غرنی ولایت دی او د هغه د تګ راتګ لارې ډېرې خرابې دي.

هغه وویل چې د کال په هر فصل کې کله ناکله ولایتي مسیرونه بندیږي، نو له دې کبله د یوه معیاري هوایي ډګر شتون ډېر ضروري دی.

دی وایي چې ځینې وخت بېړني ناروغان کابل ته د لېږد پرمهال روغتونو ته له رسېدو مخکې پر لاره ساه ورکوي او که هوایي ډګر وي او لږ تر لږه اونۍ کې یو ځل پرواز ولري، د خلکو بېرنۍ ستونزې به حل شي.

نوموړي وویل: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د دایکنډي هوایي میدان ته دې پاملرنه وکړي او د یوه معیاري ډګر په جوړولو سره دې د دغه ولایت د خلکو ستونزې حل کړي.»

بلخوا د دایکنډي د هوایي ډګر امریت مسوولین وایي چې اسلامي امارت ژمنه کړې چې راتلونکو کلونو کې د دغه ولایت هوایي ډګر په نړۍوال سټنډرد او معیاري ډول جوړوي.

د دایکنډي د هوایي ډګر امر محمد سحر وایي، هیله‌مند دی چې روان کال یا راتلونکي کال کې د یاد ډګر د جوړولو لومړنۍ چارې په معیاري ډول پیل شي.

هغه زیاته کړه: «خلک دې اندېښنه نه کوي؛ ځکه چې د یوه معیاري میدان جوړول ډېر وخت نیسي او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ژمنه کړې چې د دایکنډي هوایي ډګر جوړوي، ژمنه کوو چې کار یې پیلیږي.»

هغه وویل چې د تېر حکومت پرمهال د هوایي ډګر سروې او ډیزاین شوی او ان له یوه بهرني شرکت سره یې د ۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد هم شوی و، خو د نامعلومو دلیلونو له امله یې کارونه پیل نه شول.

ده وویل چې د دایکنډي هوایي ‌ډګر د هماغې پخوانۍ نقشې له مخې په نړۍوال سټنډرد جوړیږي او د هونوردۍ قانون له مخې د میدان ساحه بشپړه معیاري تثبیت شوې ده.

سحر وایي: «دمګړۍ پکتیک الوتکې صرف د عاجلو پېښو له لپاره هغه هم که پرواز ولري کومه د اورلګېدنې او یا ترافیکي پېښه وي، ټپي له ډاکتر سره په وړیا ډول لېږدوي، خو عادي مسافر ان د پیسو په بدل کې هم نه لېږدوي.»

ده له دغو ټولو سره سره د دغه میدان اهمیت ته په اشارې وویل چې د دایکنډي مواصلاتي لارې له ټولو ولایتونو سره خامه او صعب العبورې دي، د دایکنډي د خلکو یوازېنۍ لار په ځانګړي ډول په بېړنیو حالاتو او ژمي کې همدا هوایي ډګر دی او باید جوړ شي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.