Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
د افغانستان د سترې محکمې چارواکو د ایران له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ایران دې د افغان بندیانو او کډوالو په راستنولو کې د تېر په څېر له بشپړ صداقت او ایماندارۍ کار واخلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.
د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د راپورونو له مخې، د ایران د بلوچستان او سيستان د سراوان ولسوالۍ په سیرکان سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې د دغه هېواد پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د افغانستان د کیکبوکسینګ شپږ لوبغاړي د دې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل.
کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر ويلي، د مسکو او تهران ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون به په نږدې
هرات کې د ایران سرکونسل وایي چې هېواد یې د افغانستان مهم اقتصادي شریک دی او ایران تل د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې لرلې دي.
اسراییل وايي چې تېره شپه یې په ایران کې د توغندیو جوړولو مرکزونه او د هوا دفاعي سیسټمونه په نښه کړي او په ایران کې سرچینو هم څرګنده کړې چې د دغه هېواد د درېیو ولایتونو ړ نظامي مرکزونو ځینې برخې په نښه شوې چې په کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.
اسراییل اعلان کړی چې د ایران ځیني نظامي مرکزونه یې په نښه کړي خو د ایران تسنیم اژانس وايي، یادو بریدونو کې دومره زیان نه دی خو په تهران کې هیڅ نظامي مرکز نه دی په نښه شوی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نرندرا مودي سره کتنه کې ویلي، ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ په ټینګښت کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، په سیمه کې د جګړې پېښېدل لا هم یو جدي احتمال دی او له اسرائیل پرته نور هيڅوک د دغه وضعیت غوښتونکي نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP