اسراییل اعلان کړی چې د ایران ځیني نظامي مرکزونه یې په نښه کړي خو د ایران تسنیم اژانس وايي، یادو بریدونو کې دومره زیان نه دی خو په تهران کې هیڅ نظامي مرکز نه دی په نښه شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق له لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي چې سیمه په یوه خطرناک وضعیت کې ده او د سیمې ټول هېوادونه باید پر غزه او لبنان د اسرائیل د تیري او جنایاتو د درولو لپاره هڅه وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې ویلي چې ایران د نظر اختلافاتو لرې کولو غوښتونکی دی او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یو بل پر منلو باور لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP