Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ویلي چې له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره د دغه هېواد ساختماني صنعت د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی او ځینې پروژې ځنډېدلې؛ په داسې حال کې چې د ایراني کارګرانو ګومارل به وخت او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.
تاجکستان د قاچاق او جعلي اسنادو په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځیني ټیمونه لېږلي دي.
د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په غبرګون کې د رامنځتهکېدونکو شرایطو په اړه د اندېښنې په څرګندولو اعلان کړی چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۰ زره کسانو ته د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره مرسته کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه اته زره او ۲۵ افغان کډوال ايستل شوي چې له ډلې یې له څه باندې ۲۵۰۰ کډوالو سره مرسته کړې ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې، ټول هغه غیرامریکایي وګړي او محصلین چې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې برخه اخیستې ده، له دغه هېواده ایستل کېږي.
رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا پوځي الوتکو په دغه هېواد کې د نیول شوو غیرقانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د تورخم له لارې پاکستاني چارواکو تېره ورځ يو ځل بیا ۱۹ افغانان راډيپورټ کړي او تورخم کې يې مسوولینو ته وسپارل.
له المان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې ۱۳۰۰ افغان کډوال له المان څخه ایستل شوي دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه د تورخم له لارې ۲۴۰ افغانان را ایستل شوي دي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د سمنان ولایت د یوه چارواکي له قوله اعلان کړی چې د افغان کډوالو په ګډون ټول بهرني اتباع به د ۱۴۰۴ کال تر پایه له دغه ولایت څخه وایستل شي.
د ا.ا امارت ویاند وایي، د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده را ایستل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP