Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کرنیز کانال جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بامیان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت د ښځو یو ځانګړی سوداګریز، فرهنګي او تفریحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ځایي مسوولین وایي د باميانو ولایت مرکز کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه،.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت ۸۰۰ متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د ضحاک ښار چې د دغه ولایت یو له اتو لرغونو سیمو دی او د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي سازمان کې ثبت هم دی، د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شيبر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د بامیان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې ورزشي مسوولین وایي، د مویټای سیالۍ چې د «خزاني جام» تر نوم لاندې د درېیو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ پيل شوې وې، د بامیان ورزشکارانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بامیان کې روغتیایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د پرې شونډو ماشومانو وړیا درمنله کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP