ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی

author avatar
21 Nov 2023 - 10:16
بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی
author avatar
21 Nov 2023 - 10:16

بامیان (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شيبر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، له سړکه د یوه باروړونکي موټر وتلو له امله موټرچلوونکی مړ شوی او یو بل کس سخت ټپي دی.

د هغه په خبره، یاده پېښه پرون د شپې ناوخته د دغه ولایت د شيبر ولسوالۍ په کالو سیمه کې هله پېښه شوه چې باروړونکی موټر له سړکه ووت او له غره سره ولګېد.

نوموړي زیاته کړه، د شيبر ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ پرسونل پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلی او د پېښې ټپي یې د بامیان مرکزي روغتون ته لېږدولی دی.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.