Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته ځینې غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې، ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو پېژندپاڼو د تېروتنو د اصلاح لپاره د دغه ولایت احصایې ریاست ته یې مراجعه کړې په دې برخه کې د کار له ځنډه شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې دغه ستونزه له پخوا وه او د حل لپاره یې کار روان دی.
د بامیان په یکهولنګ ولسوالۍ کې د څهکم ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې او یوه ښوونیز مرکز ودانی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته د تفریحي او لرغونو ځایونو لیدو په موخه ۲۲ بهرني ګرځندویان ورغلي چې د استوګنې او ترانسپورټ برخو کې ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
د بامیان یو شمېر خلک او کارپوهان د ډبرو سکرو د ډېرې استفادې د منفي اغیزو له امله اندېښمن دي او وايي، د ډبروسکرو پروسس او کارول د تنفسي ناروغیو ډېرېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
ځایي مسوولین وايي، د اوبو رسونې شپږ پروژې سمنګان کې او یوه په بامیان کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او لسګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت سلګونه کیلومتر سړکونه او د اوبو کرنیز کانالونه ورغول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په بامیان کې یې سلو هغو کورنیو ته سونتوکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
د بامیان د انتاني روغتون مسوولین وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ د پام وړ ډېرې شوې دي، خو ناروغ لرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د لا ډېرو امکاناتو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP