ژبه

بامیان او دایکنډي کې ځینې لارې د واورې اورېدو له امله بندې شوې دي

بامیان، نیلي (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د بامیان د ټولګټو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار ۶ بجې د واورې او توپان له امله د حاجیګک له مسیره د کابل ـ بامیان، بامیان– دایکنډي، یکاولنګ - پنجاب، ورس، د بهسودو ولسوالۍ پل بندشوی، سیغان ـ بامیان لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

هغه وویل چې په دغو مسیرونو کې له ۱۰ تر ۲۵ ساتني مترو پورې واوره شوې چې د پاکولو چارې یې د یاد ریاست او قراردادي شرکت له خوا پیل شوې او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ خلاص شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې له شیبر کوتل او یکاولنګ نمبر ۱ نه د کابل – بامیان  لاره خلاصه ده.

بلخوا د دایکنډي د ټولګټو ریاست د ترانسپورت مدیر احمدشاه احساني پژواک ته وویل چې نن سهار د واورې له امله په قوناق کوتل کې د بامیان – دایکنډي او د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې لارې د موټرو تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

هغه له مسافرو غوښتنه وکړه چې د کوتلونو او لارو تر خلاصېدو دې له سفره ډډه وکړي.

دایکنډي یو غرنی ولایت دی چې ډېری وخت یې په ژمي کې لارې د واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي او د سږ ژمي دا لومړۍ واوره ده چې په دغه ولایت کې اوري.