Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې درې پولیس پهکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د سوډان د شمالي ډافور په مرکز الفاشر کې د سعودي عربستان اړوند پر یوه روغتون وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو له خوا پر دوو دیني عالمانو برید کې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپی شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن په کابل کې د مرغومي شپږمې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، که د پاکستان حکومت د افغانستان خاورې او خلکو ته په سپک نظر ګوري، نو له انګرېز، شوروي او امریکا دې درس واخلي.
ملي دفاع وزارت وایي، د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی او اسلامي امارت به دا برید بېځوابه پرېنږدي.
د اسلامي همکاریو سازمان، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر «عبادتکوونکو» برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، وړمه شپه د نهرین ولسوالۍ په یوه خانقا کې پر عبادتکوونکو د برید په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر «عبادتکوونکو» برید غندلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې بشپړه څېړنه دې وشي.
د راپورونو له مخې، د غزې د شمال اړوند په بیتلاهیا سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې ۵۰ تنه فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۳۰ سلنه یې ماشومان دي.
د چین په سوېل ژوهه ښار کې له یوه خونړي برید وروسته چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي، لوړپوړو چیني چارواکو د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ډزو کې دوه چینایان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP