ژبه

تازه خبرونه
د پاکستان کراچۍ کې د ناپېژانده کسانو برید کې دوه چینایان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا ډزو کې دوه چینایان ټپیان شوي دي.

د هند ټام‌اېف‌انډيا راپور ورکړی چې پر یادو چیني وګړو دغه برید د کراچۍ ښار په یوه سوداګریزه سيمه کې شوی دی.

سرچينه لیکي، د کراچۍ ښار د پولیسو یو مشر فیضان‌علي هم د دوو چینایانو ټپي کېدل تایید کړي خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د کراچۍ ښار د لیاقت ملي روغتون ویاند ویلي، روغتون ته دوه ټپي چينايان ورړول شوي چې د یوه روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر دې دمه د یاد برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې تلې مياشتې په ۱۶مه هم د پاکستان په کراچۍ کې د چیني انجینرانو پر یوه کاروان چاودنه شوې وه چې له امله یې دوه چینایان وژل شوي وو، یو چیني او شاوخوا لس پاکستانیان ټپیان وو.