Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر د برېښنا ریاست وايي، په تېر یوه کال کې یې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې له یوې اوونۍ راهيسې برېښنا نه لري.
د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د ۲۴ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د کابل ځیني ښاریان، د برېښنا له دوامداره پرچویو شکایت لري او ادعا کوي چې د برېښنا ریاست د برېښنا په وېش کې له عدالته کار نه اخلي، خو د دغه شرکت مسوولین د برېښنا په وېش کې بې عدالتي ردوي او وايي، د برق کموالی د برېښنا د پرچوۍ زیاتوالي لامل شوی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي، د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ يو شمېر خلک له حکومته غواړي چې دوی ته دې د برېښنا رسولو هغه پروژه بشپړه کړي چې د تېر نظام په وخت کې يې چارې پيل شوې وې.
د پاکستان د انرژۍ وزارت مرستیال وایي: «چمتو یو له افغان پانګهوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې د ډبرو سکرو پر ځای له افغانستانه برېښنا وارده کړو.»
د هلمند ولایت د ناوې او نادعلي ولسواليو اوسېدونکي وايي، له کلونو کلونو برېښنا ته په تمه دي، خو تر اوسه يې دغه هیله پوره شوې نه ده.
د برېښنا شرکت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر برېښنایي پروژو درې ورځني مذاکرات په کابل کې پیل شوي دي.
په کابل کې د ایران سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP