ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو

کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
16 Sep 2023 - 16:29
کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
16 Sep 2023 - 16:29

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي‌ خو برېښنا شرکت بيا وايي چې اوسمهال په کابل کې د برېښنا نورماله پرچاوي ده.

د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکي وایي په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او حکومت بايد دغه ستونزه حل کړي.

د یادې موضوع په تړاو د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکي محمدسلیم پژواک ته وویل چې د دوی برېښنا کله وي او کله نه وي.

هغه وویل: «زیاتره وخت زمونږ برق د ماښام ډوډۍ وخت کې ځي چې بیا په تیاره کې ناست یو او د شپې په دولسو او یا هم په یوه بجه بېرته راځي او بل مونږ اوبه په برق راوباسو نو د اوبو له کمښت سره هم مخ یو.»

هغه له برېښنا شرکته غوښتنه وکړه چې د‌ې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

د کابل ۱۹مې ناحیې اوسېدونکی شریف‌الله پژواک ته وویل چې د برېښنا پرچاوي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «برق سهار څلور بجې ځي او د ورځې په یوه بجه راځي بیا ماښام په شپږ بجو ځي او د شپې په نهو بجو راځي او بل موږ اوبه په برق راباسو، په کور کې مو نیالګي کینولي چې د اوبو کمښت له امله وچ شوي دي.»

وسیم‌خان د کابل د یکه‌توت سیمې اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي: «په کوم وخت کې چې برېښنا ته اړتیا لرو، برېښنا نه وي او داسې وخت کې راځي چې کله ویده شو او هغه وخت بیا ورته ضرورت نه وي.»

هغه وایي چې خلکو ته دې برېښنا په مساوي ډول ووېشل شي.

بلخوا، د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک ته وویل چې په هېواد کې د اوبو کمښت له امله د برېښنا داخلي تولید کم شوی دی.

هغه وویل: «وارداتي برېښنا کې هیڅ ستونزه نه شته، داخلي منابعو کې یوه اندازه تغییر راغلی؛ ځکه اوبه په هغه کچه نه دي چې زیاته برېښنا تولید کړي، نو ځکه داخلي برېښنا کمه شوې ده.»

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال کابل کې د برېښنا پرچاوي نورماله ده او وضعیت ډېر د تشویش وړ نه دی.

د روان کال زمري میاشتې د راپور له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰ میګاواټ برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټ له ترکمنستان او ۱۰۲ میګاواټ له ایرانه واردوي.

 د برېښنا شرکت د معلوماتو پر ا ساس، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټ برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي چې د دې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.