Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي، دغه ولایت کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې دوه مهم وسلهوال وژلي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فرهنګي ماښام ترعنوان لاندې مشاعره وشوه.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې سېلابځپلۍ کورنۍ وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت خبر ورکوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان او درېیو نورو کسانو یې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
عدلیې وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلابځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
بغلان کې ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې چې د هغوی درملنې ته د رسېدو په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن