د بغلان يو شمېر کروندګر وايي، د سږ کال سړې هوا په دغه ولايت کې د غنمو زرګونه جريب کروندې له منځه وړې او دوى يې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د بغلان ولايت په مربوطاتو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د ښځو په لاس د جوړ شوو توکو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د بغلان امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د تورو شیشو لرونکو موټرو پر کرځېدو بندیز ولګاوه.
د بغلان د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي او د يوې اړيکې نیولو لپاره شاوخوا څلور ساعته پلى مزل کوي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ اړوند ولسي پولیسو تر څارنې لاندې په دغه ولایت کې له پولیسو سره د همکارۍ او د شخړو هواري په موخه ولسي شورا جوړه شوه او کار یې پیل کړ.
ناپېژاندو وسلهوالو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې دوه کسان په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د بغلان د جلګې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې شاوخوا درې کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې يو ٣٠ بستريز روغتون جوړ شوى خو تر اوسه روغتيايي پرسونل نه لري.
د بغلان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي تلف کړي او زرګونه نور له ګواښ سره مخ دي.
د بغلان مرکز پلخمري اړوند په ډنډ غوري سیمه کې ناپېژاندو کسانو پرون مازیګر یو کس په ډزو وژلی دی.