Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ینګيقلعه ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.
تخار کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې یو تن د خپلې مور د وژلو په تور نیول شوی دی.
د تخار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یو کس د یوې یوولس کلنې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د تخار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د پولیسو له لوري ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس د تخار فرخار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په مربوطاتو کې یو چیني وګړی وژلی دی.
ستره محکمه وایي چې په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د دغه وزارت د محتسیبینو له لوري یوه معلوله نجلۍ د خپل ورور له بنده را خلاصه شوه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په تخار کې د څه باندې ۸۰ زره یورو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ.
عدلیې وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلابځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP