Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د وروستیو ۲۰ کلونو جګړو او نا امنیو له امله له ټولو امکاناتو بې برخې وو، اوس د روغتیايي امکاناتو له نشتونه شکایت کوي.
په تخار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ چې غوښتل یې له وسلې سره انځور واخلي، ځان وژلې ده.
د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د امو سیند د اوبو کچې راپورته کېدو له امله اندېښمن دي، وايي چې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي.
د تخار د پوهنې ځيني مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت لري او وایي، زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا او تر سره لمر لاندې درس وایي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
د تخار ولایت سیمهییز مسوولین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د تالقان ښار له هټیو د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت له ۴ ټنو ډېر راټول کړي تاریخ تېر خوراکي توکي یې وسوځول.
په تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د غلا په تور څلورو کسان نیول شوي دي.
. . .
په تخار ولایت کې د علماوو شورا د ۱۵ دیني عالمانو او ۵ قومي مشرانو په غړیتوب سره، د تېر حکومت د ولایتي شورا پرځای خپل فعالیت پیل کړ.
د تخار د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تازه مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي چي د تخار د مرکز تالقان ښار د شرقي پروژې سیمه کې د نښتې له امله دو ملکي وکړي هم وژل شوي دي.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د تفریحي ځایونو په درلودو او د امنیت له ښه کېدو سره هره ورځ شاوخوا اته سوه سیلانیان دغه ولایت ته ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP