ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې وروستۍ جګړې؛ په تخار کې بېځایه شوې لسګونه کورنۍ لا هم سرپناه نه لري

په هېواد کې وروستۍ جګړې؛ په تخار کې بېځایه شوې لسګونه کورنۍ لا هم سرپناه نه لري

author avatar
1 Sep 2022 - 11:59
په هېواد کې وروستۍ جګړې؛ په تخار کې بېځایه شوې لسګونه کورنۍ لا هم سرپناه نه لري
author avatar
1 Sep 2022 - 11:59

تالقان (پژواک، ١٠ وږی ١٤٠١): په تخار کې یو شمېر کورنۍ چې د تېر او اوسني حکومتونو ځواکونو د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شوې، لا هم سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

له دغو کورنیو سعدمحمد هغه کس دی چې د ژوند د سختیو له امله په ملا کړوپ شوی او نور د کار کولو توان نه لري.

هغه وايي چې د تېرو دوو کلونو په جګړو کې د مخکنیو او اوسنيو دولتي ځواکونو ترمنځ د دغه ولايت په نمک‌اب ولسوالۍ کې د ده او لسګونه نور کورونه هوايي ځواکونو بمبار کړي او هر څه یې له خاورو سره خاورې شوي دي.

سعدمحمد چې اوس مهال د تالقان ښار په څنډه کې په یو نیمه جوړ شوي بلاک کې ژوند کوي وايي، راروان ژمی ورته تر ټولو جدي اندېښنه ده او وايي، داسې نه چې اولادونه له لاسه ورکړي.‎

هغه چې د يوې اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي، د کار له نشتوالي او اقتصادي بېوزلۍ هم شکايت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د ژمي د ساړه موسم له رارسېدو مخکې یې لاسنیوی وکړي.

ګل‌افروز په تخار کې د وروستیو جګړو بله بې‎ځایه شوې ده.

هغه وايي، د وروستیو جګړو له امله یي هر څه له منځه تللي او مشر زوی یې چې د کورنۍ سرپرستي یې کوله، هم قرباني شوی دی.

د هغه په ​​وينا، د جګړو شدت د دې لامل شو چې د دغه ولايت له رستاق ولسوالۍ بې‌ځایه او له ناڅرګند برخليک سره مخ شي.

مېرمن ګل‎افروز زیاتوي، د پسرلي سړې شپې او د دوبي ګرمې ورځې یې کله په مړه او کله په وږې ګېډه په داسې یوه ځای کې چې نه یې دروازه درلوده او نه کړکۍ، تېرې کړې او تر اوسه مرستندوی بنسټونو هم کومه مرسته نه ده ورسره کړې.

نوموړی له حکومته غواړي چې مرستندویه موسسې وهڅوي څو له دوی سره مرسته وکړي.

په ورته مهال د تخار ولایت مدني فعالان د بې‌ځایه شوو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د تخار ولايت ‎مدني فعال حامد قرلق وايي، په هېواد کې د طبيعي پېښو رامنځته کېدو په نظر کې نیولو سره، که له بېځايه شوو کورنيو سره مرسته ونه شي، ښایي د ژمي په رارسېدو سره خلکو ته ځاني تلفات واوړي.

هغه له حکومته غواړي چې د بېځایه شوو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

بلخوا د تخار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس شېراحمد انوري، که څه هم د یادو بېځايه شوو کسانو کره شمېر په اړه معلومات ورنه کړل، خو ډاډ یې ورکړ چې هڅه کوي د مرستو ترسره کولو لپاره به د یادو موسسو پاملرنه راجلب کړي، څو له اوسني ناوړه وضعیته وژغورل شي.

د هغه په ​خبره، هڅې روانې دي څو يادې کورنۍ له ښو اسانتياوو سره بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

د دغو کورنيو وضعيت داسې مهال د اندېښنې وړ بلل کېږي چې په افغانستان کې د وروستيو شل کلنو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

Visits: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.