Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
د تخار ولایت یو شمېر ځوانانو د چاپېریال ساتنې او د دغه ولایت لرغونو سیمو ته د ډېرو سیلانیانو جلبولو په موخه په فرخار او ورسج ولسوالیو کې پر دېوالونو د نقاشۍ چاره پیل کړې ده.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زدهکړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.
په تخار کې د یو شمېر خصوصي لوړو زدهکړو موسسو مسوولین د زدهکړیالانو له لوري د تحصیل پر پرېښودو اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
د تخار یو شمېر بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د لارو خرابوالي له امله یې هر کال محصولات له منځه ځي او یا یې په ارزانه بیه پلوري.
اړینو روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د تخار یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو له شکایت وروسته، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لرو پرتو سیمو د تخار مرکز ته د ناروغانو لېږدولو په موخه د پنځو مجهزو امبولانسونو د وېش خبر ورکوي.
د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تاریخي ابداتو بیارغونې ته د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي او وایي، د «شیخ خلیلالله ولي» تاریخي ابده چې ۴۸۰ کاله مخینه لري، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د معیاري روغتیايي مرکزونو نشتوالي او مواصلاتي لارو خرابوالي له امله د ناروغانو درمنلې او مرکز ته د هغوی لېږدولو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د تخار امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د کوکنارو له کښته د ۷۵۰۰ جریب ځمکې پاکولو خبر ورکوي او وايي، حکومت د دغو ویجاړو شوو کښتونو له مالکانو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته کوي.
د تخار د نمکاب ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د «تاقچهخانه» مالګې کان د کیندنې کار له درېدو شکایت لري او له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه کان کیندنه دې بېرته پیل شي.
د تخار ځیني اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د سړکونو پر غاړو د چرګانو پلورځایونو ډېرېدو له امله چاپېریال ککړ شوی او مسوول بنسټونه باید دوی ته یو ځانګړی ځای وټاکي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP