Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په تخار کې د وروستۍ زلزلې له امله یو شمېر زیانمن شوي خلک وایي، نږدي یوه اونۍ کېږي چې د استوګنې کورونه یې ویجاړ شوي دي، خو تر اوسه ورسره هیڅ ډول همکاري نه ده شوې.
په تخار کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د تخار سیمهییز چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت د چاهاب ولسوالۍ اړوند په انجیر سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د سرو زرو کان ۱۵ کارکوونکي مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زغر غوړیو توليدي فابريکې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې او زیاتوي چې دا مهال په دغه ولايت کې د زغر غوړیو څه باندې ۱۰۰ فابريکې فعالیت کوي.
په تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې چارو پوهان وایي، د مناسب تعلیمي چاپېریال نشتوالی پر ښوونیز بهیر منفي اغېز لري چې حکومت باید د دغې ستونزې حل کولو ته پام ډېر کړي.
د تخار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د داخلي تولیداتو په برخه کې پانګونې ته د خلکو لېوالتیا د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د چرګانو له ۲۰۰ ډېر فارمونه جوړ شي او فعالیت ولري.
د تخار ولايت د لرو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله ان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو هم بېبرخې پاتې شوي دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو د تخار له خبريالانو سره په لیدنه کې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره د هېواد په کچه هڅې روانې دي.
د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، مجهزو روغتیايي مرکزونو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په تېر حکومت کې یې په ځلونو خپل غږ پورته کړ خو چا پاملرنه ورته ونه کړه.
د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پنج سیند سواحلو ساتني پروژې کار چې څه باندې ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت به ولري، پیل شو.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه چې د کانونو وزارت دې د تخار چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې د سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د اوبو او انرژۍ وزارت دې له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند جوړولو قرارداد فسخه او بیا داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP