ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر کښتونو د ملخانو هجوم؛ کروندګر له حکومته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

تخار کې پر کښتونو د ملخانو هجوم؛ کروندګر له حکومته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

author avatar
18 May 2023 - 15:28
تخار کې پر کښتونو د ملخانو هجوم؛ کروندګر له حکومته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي
author avatar
18 May 2023 - 15:28

تالقان (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، ملخانو پر کښتونو یې په پراخه کچه هجوم ور وړی او که حکومت په له منځه وړلو کې یې جدي پاملرنه و نه‌کړي نو خلک به د خپل یو کلن زحمت حاصل له لاسه ورکړي.

د تخار د خواجه‌غار ولسوالۍ یو کروندګر بیک‌محمد وایي، یوه میاشت کېږي چې مهاجرو ملخانو پر کښتونو هجوم ور وړی او د ورځې په تېرېدو سره ټول حاصلات خوري، خو تر اوسه د دغو ملخانو د له منځه وړلو په برخه کې د مسوولانو له خوا هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: «مهاجر ملخان د دې ترڅنګ چې د غنمو کښتونه خوري، د یادې ولسوالۍ باغونه هم ترې خوندي نه دي پاتې، هيڅ ډول امکانات لکه درمل راته نه دي راکړل شوي څو له ملخانو سره په مبارزه کې کامیاب شو.»

په یادې ولسوالۍ کې یوه بل کروندګر قاري عبدالباقي وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې خلکو په لږو امکاناتو لکه د بېلچې او جارو په وسیله د ملخانو د ډله‌ییز هجوم پر وړاندې مبارزه کوي، خو ظاهراً لیدل کېږي چې دغو هڅو پایله نه ده لرلې.

هغه زیاته کړه: «د هرې ورځې په تېرېدو سره د کروندګرو اندېښنه په دې تړاو ډېرېږي چې که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي نو د خپل یو کلن زحمت حاصل به له لاسه ورکړي.»

له بلې خوا، د تخار د خواجه‌غار ولسوال محمداسماعیل فاروق هم د ملخانو د پراخ هجوم په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د کرنې ریاست په داسې حال کې چې له کروندګرو عُشر او زکات راټولوي، نو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې مسوولیت هم لري.

هغه وویل، تر اوسه په دې اړه د کرنې ریاست له خوا د کوم اقدام شاهدان نه دي، خو هیله لري چې د خلکو دې اندېښنې ته رسېدنه وشي.

په ورته مهال، د تخار د کرنې رییس مولوي رحیم‌الله احدي د دې ترڅنګ چې د خلکو ستونزو او اندېښنو ته د رسېدو ډاډ ورکوي، وایي چې د ملخانو د ډله‌ییز هجوم مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او هڅې روانې دي څو پر کښتونو د ملخانو د پراخ هجوم مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) د تخار په ګډون د هېواد په شمال او شمال‌ختیځ ۹ ولایتونو کې په پراخه کچه د مراکشي ملخانو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار کړی و چې که مراکشي ملخان کنټرول نه شي، نو ښايي په راتلونکي کال کې یې شمېر ۱۰۰ برابره ډېر شي او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو غذايي امنیت او کرنې برخې ته لویې ستونزې جوړې کړي.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.