ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوه ښوونکي په شخصي امکاناتو ۲۵۰۰ زده‌کوونکو ته درسي توکي وېشلي

تخار کې یوه ښوونکي په شخصي امکاناتو ۲۵۰۰ زده‌کوونکو ته درسي توکي وېشلي

author avatar
13 Apr 2023 - 18:35
تخار کې یوه ښوونکي په شخصي امکاناتو ۲۵۰۰ زده‌کوونکو ته درسي توکي وېشلي
author avatar
13 Apr 2023 - 18:35

تالقان (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د تخار د یوه ښوونځي ښوونکي حبیب‌الرحمن منصوري په خپل شخصي لګښت د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین او درقد ولسوالیو کې له زده‌کړو محروم ۲۵۰۰ زده‌کوونکو ته درسي توکي وېشلي دي.

هغه د دغه کار موخه د پوهنې سکټور وده او زده‌کړو ته د زده‌کوونکو هڅونه بولي.

په تخار او په ځانګړې توګه له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې د پوهنې سکټور ته د حکومتونو نه پاملرنه، ښوونځیو ته د معیاري ودانیو نشتوالی او د درسي توکو کمښت له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د یاد ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په دروازه پته ښوونځي کې یوه ښوونکي حبیب‌الرحمن منصوري په یوه تازه اقدام کې په خواجه بهاوالدین او درقد ولسوالیو کې د ۱۲ ښوونځیو زده‌کوونکو ته په خپلو شخصي امکاناتو کتابچې، قلمونه، فرش او تختې وېشلي دي.

هغه چې له کلونو راهیسې پر تدریس بوخت دی، پژواک ته وویل، کله چې د تدریس په بهیر کې د زده‌کوونکو بې‌وزلۍ ته ګوري چې د هېڅ ډول درسي توکو د پېرلو وس نه لري، ناهیلي کېږي چې ولې زده‌کوونکي له دغه ډول محرومیتونو سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي زیاته کړه: «تصمیم مې ونیو چې له هرې ممکنې لارې له هغوی سره همکاري وکړم، د پوهنې سکټور د ودې او درس ویلو ته د زده‌کوونکو هڅونې لپاره لستوڼي بډ وهم.»

هغه له علم‌پاله خلکو غواړي چې په خپلو کمو مرستو دې د پوهنې سکټور ته وده ورکړي.

منصوري په دوام کې وایي، له زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه خپل پلان کې غواړي چې له درسي امکاناتو محروم د شپږو ښوونځیو زده‌کوونکي په درقد ولسوالۍ کې او دغه راز د شپږو ښوونځیو زده‌کوونکي په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې ونیسي او دې لړۍ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «دغه ټول توکي مې په خپلو شخصي پیسو اخیستي؛ په تېرو څو ورځو کې مې د دوو ښونځيو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل، د ۱۰ نورو ښوونخيو زده‌کوونکو ته یې هم توزیع کوم.»

هغه زیاتوي چې معارف د یوه هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اساسي زېربنا ګڼل کېږي؛ خو د جګړې او د حکومتونو نه پاملرنې له امله له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې دغه سکټور ملاتړ ته اړتیا لري څو لړزانده بنسټ یې ټینګ او پیاوړی شي.

په ورته وخت کې، د یوه ښوونکي له خوا په خپل شخصي امکاناتو محرومو زده‌کوونکو ته د درسي توکو وېش د پوهنې د مسوولینو او د زده‌کوونکو د والدینو له هرکلي سره مخ شوی دی.

د درقد ولسوالۍ د پوهنې آمر محمدابراهیم حنفي وایي، په دې ولسوالۍ کې د ۱۸ ښوونځيو له ډلې اته یې ودانۍ نه لري او نور ښوونځي له امکاناتو بې‌برخې دي، کلونه کېږي چې زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې خپلو درسونو ته ادامه ورکوي.

د هغه په خبره، د درسي توکو وېش هغوی ته د پوهنې سکټور د ودې یوه هیله بښونکې فضا رامنځته کوي.

نوموړی ټينګار وکړ چې دغه لړۍ دې دوام وکړي او له ټولو بنسټونو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

د درقد ولسوالۍ په موسی‌زي ښوونځي کې یو ښوونکی محمدخان هم وایي چې د پوهنې د ستونزو هوارولو لپاره یې په ځلونو غږ پورته کړی؛ خو کلونه کېږي چې هیچا ورته پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په خبره، د درس لپاره د مناسب ځای نشتوالی د دې لامل شوی چې زده‌کوونکي ډېری وخت خپلو درسونو ته حاضر نه شي؛ له همدې امله له مسوولینو په یاد ولایت کې د پوهنې برخې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

همداراز د درقد ولسوالۍ یو قومي مشر رییس وزیر وایي: «زموږ اولادونه د درسي امکاناتو له نه  درلودلو سره سره په ازاده فضا کې خپلو درسونو ته دوام ورکوي، هغوی ته د درسي موادو وېش د دې لامل کېږي څو هغوی په ډاډه زړه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

هغه زیاتوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د پوهنې په برخه کې دې لرې ولسوالۍ ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې؛ اوس هیله‌مند دي چې حکومت او بنسټونه دې برخې ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو زده‌کوونکي له اړینو درسي امکاناتو بې‌برخې دي او په ازاده فضا کې پر نمناکه ځمکه درس وایي.

خو د پوهنې مسوولین د یادو ستونزو د حل له هڅو خبرې کوي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.