ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې سېلاب‌ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

تخار کې سېلاب‌ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
9 Apr 2023 - 13:25
تخار کې سېلاب‌ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
9 Apr 2023 - 13:25

تالقان (پژواک، ٢٠ وری ۱۴۰۲): په تخار کې د وروستیو سېلابونو له امله ځیني زیانمن شوي خلک وایي، د بې‌وزلۍ له امله د خپلو کورونو هیڅ یوې برخې جوړولو توان نه لري او تر اوسه ورته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

خدای نور یو له دغو کسانو دی چې په تخار کې د وروستیو سېلابونو له امله یې کور ویجاړ شوی؛ هغه وايي: «دوه شپې وړاندې اته بجې سېلاب راغی، یوازې پر دې بریالي شو چې ځانونه وژغورو، کور مې نړېدلی، کوم خوراکي توکي مې چې درلودل له منځه تللي دي، تر اوسه موږ ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.»

حاجي برکت‌الله هم چې د سېلابونو راوتلو له امله یې مالي زیان لیدلی وایي: «سېلابونو راڅخه هر څه واخیستل، تر اوسه په اوبو او خټو کې یو، ان د ډوډۍ تیارولو لپاره ځای نه لرو، تر اوسه له موږ سره هیڅ ډول همکاري نه ده شوې، موږ له حکومته غواړو چې راته رسېدنه وکړي، ځکه چې د دومره ویجاړیو د بیارغولو توان نه لرو.»

یو بل سېلاب‌ځپلی ګل اغا وایي: «اته کاله کېږي چې د سېلابونو تر ګواښ لاندې ژوند کوو، د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اخر مې هم د وروستي سېلاب له امله د کور یوه برخه ویجاړه شوه.»

هغه زیاتوي: «اندېښمن یم چې خدای مه‌کړه بیا سېلاب را نه شي او د ټولې کورنۍ د سر په بیه راته تمام نه شي، حکومت باید د سېلاب له زیانونو څخه د مخنیوي لپاره لږ تر لږه خوړونه پاک کړي.»

په ورته وخت کې، د تخار له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ملا احمدسیر ساجد وایي، د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله، زرګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، لسګونه د استوګنې کورونه نړېدلي، یو کس مړ شوی و ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، ځپل شوو کورنیو ته د رسېدنې هڅې دوام لري.

ساجد وروستي سېلابونه د مالي زیانونو له اړخه بې‌ساري وبلل او ټینګار یې وکړ چې د حکومت ترڅنګ دې مرستندویه بنسټونه هم له ځپل شوو خلکو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو سختو اورښتونو له امله د تخار په ګډون ځینو ولایتونو کې سېلابونه راووتل او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول چې اوس له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.