ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک: ښار کې د سړک غاړې چرګانو پلورځایونه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی

د تخار خلک: ښار کې د سړک غاړې چرګانو پلورځایونه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی

author avatar
24 May 2023 - 13:02
د تخار خلک: ښار کې د سړک غاړې چرګانو پلورځایونه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی
author avatar
24 May 2023 - 13:02

تالقان (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار ځیني اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د سړکونو پر غاړو د چرګانو پلورځایونو ډېرېدو له امله چاپېریال ککړ شوی او مسوول بنسټونه باید دوی ته یو ځانګړی ځای وټاکي.

د هغو په خبره، د تالقان ښار په هر واټ کې لسګونه د چرګانو پلورځایونه شته چې حفظ الصحې ته له پام پرته د سړکونو پر غاړې چرګان حلالوي.

د تالقان یو اوسېدونکی محمود وایي، هره ورځ چې له څلورلارې تېرېږي نو د سړکونو پر غاړه د لسګونو چرګانو پلورځایونه ګوري چې د چاپېریال د ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل ګرځي.

نوموړي زیاته کړه: «د چرګانو پلورونکي حفظ الصحې ته له پام پرته د سړکونو پر غاړه چرګان حلالوي چې دغه کار چاپېریال ککړوي. د تالقان له ښاروالۍ غواړم چې چرګانو پلورونکو ته دې له ښاره لرې یو مناسب ځای وټاکي.»

د تالقان ښار یو بل اوسېدونکی صدام حسین وایي: «د ښار له هر واټه چې تېرېږم، مجبور یم چې له ځانه سره دستمال یا ماسک ولرم، له دې پرته مې په ښار کې د چرګانو بد بویي ډېر په عذابوي؛ که د تالقان ښاروالي د چرګانو پلورونکو راټولولو په اړه اقدام و نه‌کړي نو د دې ترڅنګ چې خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، ورځ تر بلې چاپېریال هم ککړېږي.»

له بلې خوا، یو شمېر د چرګانو پلورونکي هم وایي، که د ښاروالۍ له لوري ورته مناسب ځای په نظر کې ونیول شي نو چمتو دي چې د ښار واټونه پرېږدي او د خلکو د اذیت لامل نه شي.

د چرګانو یو پلورونکی بازار وایي: «دا ښه کار دی، که ښاروالي موږ ته یو مناسب ځای په نظر کې ونیسي او موږ هم لېوال یو چې ټول چرګان پلورونکي یوه ځای ته راټول شو، یوه مشخص ځای کې خپل کاروبار ته ادامه ورکړو او هم د خلکو د اذیت مخنیوی به وشي.»

په ورته وخت کې، د تالقان ښاروالۍ ویاند حیات‌الله صفري پژواک ته وویل چې د دې ادارې د تنظیف ټیمونه هره ورځ د ښار ټول ځایونه له کثافاتو پاکوي.

د هغه په خبره، په دې برخه کې ځانګړی کمېسيون شته چې په دې وروستیو کې یې پرېکړه کړې څو ګرځند چرګانو پلورونکي یوه مشخص ځای ته راټول کړي.

هغه زیاته کړه: «ډېر ژر به له ښاره د چرګانو پلورونکو راټولولو لړۍ پیل او یوه مشخص ځای ته به ولېږدول شي.»

نوموړي همداراز وویل، د دې پرېکړي پلې کول به له یوې خوا د ښار پاکوالي او له بلې خوا د خلکو د اندېښنو لرې کېدو لامل شي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.