Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د کوزې پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې یو شمېر سوداګرو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون
د تورخم دروازه په شپږمه ورځ هم تړلې وه، پاکستان ادعا کوي چې د تورخم په وروستۍ شخړه کې ډزې لومړی افغان لوري کړې، خو افغان لوري ویلي چې ډزې لومړی پاکستاني ځواکونو کړې دي.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې او دواړو خواوو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه موټر ولاړ دي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې نښته کې مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستاني ځواکونو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د تورخم دروازه د لنډ وخت لپاره د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ تړلې وه.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، تورخم ښارګوټي کې يوه ۱۲ کلنه کارګره ماشومه د بار وړونکي ټيلر د ټاير لاندې شوې او مړه شوې ده.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم ګمرک مسوولينو له درېيو کسانو۵۰۰ پاڼې جعلي ګمرکي اسناد او درې مهرونه کشف او ترلاسه شوي.
ننګرهار کې مسوولین وايي، پاکستان ته له پاسپورټ پرته د ناروغانو د لېږد ځانګړي کمېسیون معرفي کولو له لارې په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغان او د هغوی پایوازان دغه هېواد ته تللي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مديريت موظفینو پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، هېواد ته د بېلابېلو ساري ناروغیو د رالېږد مخنیوي په موخه په تورخم کې د مسافرو معاینې لپاره د سکریننګ مرکز جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP