جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه ۲۳ کلن ځوان د وژلو خبر ورکوي.
. . .
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، ډېری دغه ناروغان ځوانان دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له امله د یوه ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي او پنځه روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي، خو د اخته کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
شبرغان (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د شبرغان – مزارشریف پر لویهلار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ په دغه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، د دغې قضیې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د وچکالۍ له امله یې د للمي او ابي غنم کروندې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.
شبرغان (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له سل زره ډېرو زدهکوونکو ته د درسي کیټونو او بیګونو
په جوزجان کې یو شمېر زدهکوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP