ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
26 May 2023 - 11:14
جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
26 May 2023 - 11:14

شبرغان (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د شبرغان – مزارشریف پر لویه‌لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک اژانس ته وویل، د شبرغان – مزارشریف پر لویه‌لار د فیض‌اباد ولسوالۍ په «سه‌ درخت» سیمه کې د دوو باروړونکو موټرو د ټکر په پایله کې یو موټرچلوونکی مړ شوی او دوه نور کسان ټپیان دي.

د حلیمي په وینا، یاده پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.