ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان کروندګر: د وچکالۍ له امله مو للمي کروندې سخت زیانمنې شوې دي

د جوزجان کروندګر: د وچکالۍ له امله مو للمي کروندې سخت زیانمنې شوې دي

author avatar
29 Apr 2023 - 19:08
د جوزجان کروندګر: د وچکالۍ له امله مو للمي کروندې سخت زیانمنې شوې دي
author avatar
29 Apr 2023 - 19:08

شبرغان (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د جوزجان ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د وچکالۍ له امله یې د للمي او ابي غنم کروندې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.

۴۰ کلن سید منصور چې له ۲۰ کلونو راهیسې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دی، له وچکالۍ سر ټکوي.

هغه زیاته کړه: «ما د خپلې ځمکې هېڅ حاصل وا نه خیست او په دښتو کې د څارویو لپاره واښه هم وچ شول، اندېښمن یم چې څرنګه او له کومه ځایه خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړم، څه مې چې لرل په هغو مې غنم وکرل، څو د هغو له حاصلاتو یو څه لاسته راوړم، خو غنم هم وچ شول، خپلې کورنۍ او څارویو ته اندېښمن یم چې څرنګه یې له قحطۍ او تلف کېدو وژغورم.»

هغه وایي، سږ کال د غنمو له کښته ډېر زیانمن شوی، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.

په دغه حال کې، د جوزجان ولایت یو بل بزګر احمدشاه هم له وچکالۍ شکایت لري او وایي چې د غنمو کښت یې د منځه تلو له خطر سره مخ دی.

هغه چې د اته کسیزې کورنۍ یوازېنی نفقه برابرونکی دی وایي، د ګټې وټې یې یوازېنۍ سرچینه همدغه بزګري ده چې اوس نه شي کولی د وچکالۍ له امله ښه حاصل واخلي.

نوموړي وویل: «د جوزجان د کرنې ریاست باید له کروندګرو سره  د اصلاح شوو غنمو مرسته وکړي او په دغه ولایت کې دې بزګرو ته د مناسبې اوبولګونې زمینه برابره کړي.»

په ورته وخت کې، د جوزجان د کرنې او اوبولګونې رییس قاري عبادالله انصار په دغه ولایت کې د بزګرو د محصولاتو د له منځه تلو په تایید سره وویل، په روان کال کې د موسمي بارانونو نشتوالي او وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې کښتونه زیانمن شوي دي.

د کرنې د رییس په خبره، د جوزجان ولایت په کچه ۱۸۶ زره هکټاره ابي ځمکه د کښت وړ ده چې پر ۷۷ زره هکټاره یې ابي اوربشې او غنم کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «جوزجان ولایت ۱۳۹ زره هکټاره للمي ځمکه لري چې له دې جملې پر ۲۸ زره هکټاره ځمکه للمي غنم او اوربشې کرل شوي، د جوزجان ولایت په کچه په ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه اوربشې او غنم کرل شوي چې د وچکالۍ له امله ۸۰ سلنه یې زیانمنه شوې ده.»

د نوموړي په خبره، د کروندګرو ستونزه یې له کرنې وزارت سره شریکه کړې او په دې اړه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

انصار وویل، په تېرو کلونو کې د څارویو لپاره لږ او ډېر واښه وو، خو سږ کال ډېر واښه وچ شوي او له منځه تللي دي.

Visits: 153

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.