Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
یو شمېر خلک د هلمند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ هټۍوالو ته نرخپاڼه جوړه کړې او وېشلې ده خو له پلېکېدو یې څارنه نه کوي چې له امله یې هټۍوال تر اوسه توکي په خپله خوښه بیو پلوري.
یو شمېر خلک له اړوندو چارواکو غواړي چې د کونړ پر اوبو بند جوړ کړي، خلکو ته کار پیدا کړي، د واسطې له لارې د ګومارنو مخه ونیسي او د ښوونکو تنخواګانې لوړې کړي.
کلات (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل د سوېلي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو نن په دغه ولایت کې د قبایلو او سرحدونو چارو له سرپرست
د کندوز ولایت د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې دې پراختیایي پروژې پلې او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیزو خدماتو له ټیټ او خراب کیفیته شکایت کوي، وايي چې د دغو شبکو د کیفیت ټیټوالي له امله په کاروبار کې له ستونزو سره دي.
د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو ډګر و، نو ځکه هیڅ کار ورته نه دی شوی.
بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د وارداتي برېښنا مزي د دوی پر کورونو او کرنیزو ځمکو تېر شوي خو بیا هم له برېښنا بې برخې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن