Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
وروسته له هغه چې په بلخ کې مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق په یوه هدفي برید کې ووژل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي دې پېښې سخت اندېښمن کړي او د دغه ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو جګړو کې د دوی د وران شوو کورونو په بیارغولو کې دې ورسره حکومت مرسته وکړي.
ځیني کسان د پاسپورټ د وېش په بیا پیل کې له ځنډه سر ټکوي او د ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د پاسپورټ ریاست وایي، د پيلېدو کره نیټه یې نه ده معلومه او هڅه کوي چې ژر پیل شي.
د لوګر د خروار او ازرې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیایي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز پلعلم او یا هم ګاونډیو ولایتونو ته بیايي.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، د دغه ولایت تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د پکتيکا اوسېدونکي وایي، د افغانستان ټول قومونه يو ملت دی، د پرديو دسيسې نه شي کولای دغه ملت د سمت، قوم او ژبې په نوم ووېشي.
د فراه ولایت خلک وايي، د دغه ولایت د فراهرود یا ریګي پُله – چې د درېیو ولسوالیو لار له مرکز سره نښلوي – سور کم دی او تر څنګ يې باید بل پُول جوړ شي.
خلک وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د بولان پل چې د پخواني پاچا محمدظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای او باید ترڅنګ يې بل پل جوړ شي.
د پکتيکا اوسېدونکي په تروې، وړممۍ او وازېخوا ولسواليو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دغو ولسوالیو ښوونځیو ته دې د ښوونکو تشکیل ډېر شي.
له کندهار ښاره ۷۰ کیلومتره لرې ولسوالي «میوند» چې د وروستیو دوو لسیزو جګړو له امله ډېره ځپل شوې؛ د روغتیا، پوهنې او ورته نورو ټولنیزو برخو کې له خدماتو بېبرخې ده چې اوسېدونکي یې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت وايي، يو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکو د مخابراتي شبکو له شمېرو په استفادې، د دغه ولايت ځیني اوسېدونکي په دې پلمه چې ګواکې لویه جاېزه یې ګټلې، دوکه کړي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.
د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ ګرځند بازارونه جوړېږي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP