Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
خوست کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې د ۱۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو د قومونو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او ملي تفاهم د هڅو په دوام، د هېواد سوېلختیځ ولایت خوست ته سفر کړی دی.
د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.
خوست ښار کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس چې د یوې نجلۍ د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې وې، نیول شوی دی.
خوست کې د تازه مېوو او سبزیجاتو یو شمېر سوداګر او بزګران وایي چې د غلام خان لارې په هر ځل تړل کېدو سره میلیونونه افغانۍ زیان ویني.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ چې نږدې درې لسیزې مخکې د «بدل» په نکاح ژمنه شوې وه، د امر بالمعروف ریاست د منځګړیتوب له لارې له جبري قیده خلاصه شوه او د خپل ژوند د انتخاب حق یې بېرته ترلاسه کړ.
خوست کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او له حکومته غواړي چې د دوی کښتونو ته د اوبو برابرولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، سرې او درملو برخه کې هم مرسته وکړي.
د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له زدهکړو بېبرخې لسګونه کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.
خوستښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس وايي چې له دوی سره د دغه ولایت په کچه ۹۵۰
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP