خوست کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او له حکومته غواړي چې د دوی کښتونو ته د اوبو برابرولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، سرې او درملو برخه کې هم مرسته وکړي.
د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له زدهکړو بېبرخې لسګونه کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.
خوستښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس وايي چې له دوی سره د دغه ولایت په کچه ۹۵۰
د خوست ولایت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د «خلبيسات» په نوم د یوې لېسې زدهکوونکي چې د کتابونو بکسونه یې اوږو ته اچولي، سهار وختي د یوې هدیرې په لور روان دي؛ د دوی د درس ځای همدلته دی او له کومې سرپناه، مېز او چوکۍ پرته زدهکړې کوي.
خوست کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷۷ پروژو چارې روانې دي.
د خوست امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي نن د عامو خلکو او چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
د خوست د ګربزو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ د لېژې ذخیروي بند چې څو ورځې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د سېلاب اوبو په راتلو سره نړېدلی دی.
د خوست د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره کسان چې ډېری یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د خوست ولایت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د زمبر بند د جوړولو په موخه د ځمکې پېژندنې او تخنيکي چارو پروژې پيل شوې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په خوست کې د ۵۵ ميليون افغانیو په لګښت شپږ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
خوست کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.