Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د اوبو مهارولو په موخه د شپږو پروژو چارې بشپړې شوې

خوست‌ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په خوست کې د ۵۵ ميليون افغانیو په لګښت شپږ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

مسوولين وايي، دغه پروژې د خوست مرکز سربېره په ګربزو، سپېره، اسماعيل‌خېلو مندوزيو او عليشېرو ولسواليو کې پلي شوې دي. د دغو پروژو له ډلې یوه یې د ګربزو ولسوالۍ د «لېژې» د اوبو ذخیرې بند دی چې نن د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست له‌ خوا پرانیستل شو.

د معلوماتو له مخې، دا بند ۵۱ متره اوږدوالی، ۳۹.۵ متره پلنوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري او د سیمې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ به ترې استفاده کوي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور د يادې پروژې د پرانیستې پرمهال وويل، دا هغه پروژې دي چې د اوبو د مهار او د ځمکې لاندې اوبو د کنټرول لپاره مهمې دي.

نوموړي زیاته کړه، پر دغو شپږ واړو پروژو باندې ټولټال ۵۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې چارې يې په تېر يو کال کې بشپړې شوې دي.

ده وويل: «موږ په دا دوو کلونو کې ۱۴۴ چک‌ډيمونه جوړ کړي، هغه ځکه چې په افغانستان کې وچکالي زياته ده، نو د افغانستان اسلامي امارت په اقتصادي معاونيت کې په دې موضوع بحث وشو چې دې سره به سېلابونه کنټرول شي او ځينو ځايونو کې به زيرزميني اوبو ته ډېره ګټه ورسېږي او رسېدلې هم ده او اکثره ځايونو کې چې موږ چک‌ډېمونه جوړ کړي هغه محلي خلکو په څاه‌ګانو، چينو او کاريزونو کې اوبه راپورته شوې دي.»

د ياد ذخيروي بند ترڅنګ د ۳۳۸ مترو په اوږدوالي د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ د عليوات استنادېوال، د ۲۷۹ مترو په اوږدوالۍ د سپېرې ولسوالۍ د مګړ کلي استنادي دېوال، د ۲۵ مترو په اوږدوالي او ۶.۵ مترو په لوړوالي د عليشېرو ولسوالۍ نرګيسي چک‌ډیم، د ۸۶۷ مترو په اوږدوالي د اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ ارخېل کانال او همدا ډول په مختلفو ولسواليو کې د لسو کاريزونو ترميم او د پاکوالي پروژې دي چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په همدې حال کې د دغه ولايت اوسېدونکي بيا وايي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره به تر ډېره د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شوه.

د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نصيب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول پروژې د اوبو د مهار ترڅنګ د خلکو په اقتصاد کې ځانکړی رول لري.

هغه خپلو خبرو کې له مسوولينو غوښته وکړه چې د دغه ولايت په نورو سيمو کې ورته پروژې پلي کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.