خوست ښار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د خوست ولایت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د زمبر بند د جوړولو په موخه د ځمکې پېژندنې او تخنيکي چارو پروژې پيل شوې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د اوبو او انرژی سرپرست وزير ملا عبدالطيف منصور تېره ورځ د زمبر بند د تخنيکي چارو د پيل په مراسمو کې وويل چې د دغه بند مالي لګښت د قطر هېواد يو بډايه کس پر غاړه لري او په جوړېدو سره به يې د اوبو په مهار کې ډېره مرسته وکړي.
هغه وويل: «دا بند به د دې منطقې سېلابونه کنټرول کړي، زېرزميني اوبو ته به ډېره ګټه وکړي او کومې ځمکې چې ترې لاندې دي، هغه به خړوبې کړي.»
دغه راز، د افغانستان د اوبو او انرژی وزارت د کابل عمومي حوزوي رييس محمدعارف مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، د زمبر بند د ۳۲ مترو په لوړوالي سره جوړېږي چې د يو ميليون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا به ولري او پر جوړېدو یې ۵۹۱ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
هغه زیاته کړه چې د یاد بند د ځمکې پېژندنې او تخنيکي چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي او وروسته له هغه به د بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.
ده وويل: «دا بند د څو هدفونو لپاره جوړېږي، ابرساني کې به له دې څخه استفاده کېږي، د ابيارۍ استفاده به ترې کېږي او د ځمکې اوبه به ژوندۍ او تغذيه کوي، دا بند به ۲۰ زره جريب ځمکه اوبه کوي او له دې څخه به ۳۵۰۰ کورنۍ مستفدې شي، همدا ډول به څو زرو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابرېږي.»
ورته مهال، د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي د زمبر بند د لومړنيو چارو پر پيل کېدو خوښ دي او وايي چې دې سره به يې ځمکې ابادې او د سېلابونو مخه به ونيول شي. هغوی همدا ډول له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ياد بند د چارو کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.
د حاجي حکمتي په نوم د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل: «دا سيمه لوی سېلابونه او اوبه لري چې د صبريو ولسوالۍ زياتې سيمې ترې متضررې دي، نو د دغه بند په تړلو سره به دا اوبه مهار شي او زموږ سيمې ته به د زراعت په برخه کې ګټه ورسوي.»
د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي مظلوميار صبري بيا پژواک ته وويل: «موږ د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو هيله کوو چې دغه بند په لوړ کيفيت جوړ کړي او ژر يې جوړ کړي، ځکه په اوس وخت کې باراني موسمونه دي او خوړونه راوځي نو چې هغه بند تخريب نه شي، اساسي جوړولو ته يې بايد ډېره توجه وشي.»
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو د مهار او د زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه د لويو او وړو بندونو د جوړېدو کارونه روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP