هلمند کې د پنځه زره کسانو د سترګو وړیا درملنه پیل شوه
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
یو شمېر ډاکټران وايي، د ملا ډېسک ډېره جدي ناروغي ده او اوږدېدل یې د ناروغ د دایمي فلج لامل کېدای شي خو د مخنیوي لپاره یې ورځني ورزشونه اغېزناک ثابتېدای شي.
ډاکټران وایي، د مثانې پړسوب یا عفونت یوه جدي ناروغي ده او زیاتوي، که یې پر وخت درملنه ونه شي ناروغ ته جدي عواقب لرلی شي.
سره میاشت د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره د بودجې له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې تېرو ۱۴ کلونو کې یې د سوري زړه لرونکو ۱۱ زره ماشومانو درملنه کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته پرون د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، تهران چمتو دی چې د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنې لپاره دغه هېواد ته د هغو په لېږد کې همکاري وکړي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې یې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ اخته د څه باندې ۴۸ زره ۸۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
یو شمېر یوناني ډاکتران ادعا کوي چې د پیاز او د هغه د پوست په مرسته په رحم کې رامنځته شوو دانو او فېبروم په ګډون د بېلابېلو ناروغیو درملنه کېږي او د سرطاني تومورونو د ودې مخه نیسي؛ په داسې حال کې چې ډاکتران پیاز د مغذي موادو بډایه سرچینه بولي خو وايي، د پیاز په وسیله د ناعلاجه ناروغیو درملنه تر اوسه نه ده ثابته شوې.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) ویلي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۵۷زره ماشومانو چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.
ځینو خبري سایټونو او ویبپاڼو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د «امګا - ۳ ټابلیټ د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د طب برخې پوهان وایي چې دغه ټابليټونه د بدن د دفاعي سيسټم په پياوړتيا کې اغېزناک دي، خو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې يې اغېزناکوالی تر اوسه نه دی ثابت شوی.
د خوست ولایت د معتادينو روغتون مسوولين وايي، په تېرو اتو مياشتو کې د سلګونه معتادينو درملنه شوې او خپلو کورونو ته يې لېږلي؛ خو زياتوي چې د مخکې په پرتله يې د روغتون امکانات کم شوي دي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې ۷۶ په نشه يي توکو روږدي کسان له ۲۱ ورځنیو درملنو وروسته خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
د غور يو شمېر روږدي په دغه ولايت کې د معتادينو درملنې د ٢٠ بستریز روغتون له فعاليت درېدو شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې دغه روغتون دې بېرته خپل فعاليت پيل کړي.
د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین چای اغېزناک توب په داسې حال کې د فېسبوک ټولنیزې شبکې ځینو کاروونکو له خوا مطرح کېږي چې طبي پوهان د دې ناروغۍ په درملنه…